افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې دویمه لوبه یکسنبه (میزان ۱۷) د تاجکستان له ملي لوبډلې سره ترسره کړه، خو د هېواد ملي لوبډلې په دې لوبه کې ۲-۰ ماتې وخوړه.
له همدې امله د هېواد د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د افغانستان د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د منګولیا پر وړاندې بریا خپله کړه او د کوربه تاجکستان پر وړاندې یې ماتې ومنله او د غوراوي پړاو د دویم پړاو د غوره ټیمونو په توګه یې له ګروپ H څخه د اسیا سیالیو ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون دغه لاسته راوړنه ارزښتناکه بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې منګولیا ته ۵-۰ ماتې ورکړه.