دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 259543
برتانیې افغانانو ته د تحصیلي بورسونو ورکول پیل کړل
د برتانیې حکومت او د شیوینګ سکالرشیپ پروګرام له دوه میاشتو ځنډ وروسته د افغان اتباعو لپاره د سکالرشیپونو د بیا پیل اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د شیوینینګ ویب پاڼه وايي چې په شرایطو برابر افغانان کولای شي د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تعلیمي کالونو لپاره نوم لیکنه وکړي.
 
د معلوماتو له مخې، وړ نوماندان فرصت لري چې د روان کال د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې آنلاین نوم لیکنه وکړي.
 
خو د بريتانيا د بورسونو پروګرام ويلي دي: «هغه غوښتونکي چې اوس مهال په افغانستان کې دي ښايي له جدي امنيتي خطرونو، مالي او لوژستيکي پايلو سره مخامخ شي چې د بريتانيا حکومت پرې کنټرول نه لري؛ نو له همدې امله موږ د هغو افغانانو لپاره شرايط برابروو چې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي.
 
د دې ویب پاڼې له مخې، په دریم هیواد کې میشت افغانان باید هغه اسناد له ځانه سره ولري چې وښيي په هغه هیواد کې په قانوني توګه ژوند کوي.
 
د Chevening سکالرشیپ پروګرام په ۱۹۸۳ کې پیل شو او هغه بهرني زده کونکي چمتو کوي چې د مدیریت او مشرتابه وړتیا لري.
 
د دغه پروګرام د اسانتیاوو پر بنسټ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څه باندې ۵۰ زره محصلینو په بریتانیا کې زده کړې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcdon0xsyt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته