دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 259507
د فابریکو وده او د کورنیو تولیداتو د کچې لوړول د ځان بسیاینې یوازینۍ لار ده
د اسلامي امارت مسؤلین وايي، د فابریکو وده او د کورنیو تولیداتو د کچې لوړول موږ ته د ځان بسیاینې یوازینۍ لار ده
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې د هیواد له صنعتکارانو څخه د کورنیو تولیداتو د کچې د لوړولو غوښتنه کړې او له خلکو یې غوښتي چې له کورنیو سرچینو ګټه واخلي.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په هېواد کې له وروستي سياسي بدلون وروسته د ډېرو فابريکو خاوندانو خپل کارونه بند کړي او د کورنيو توليداتو کچه په بې ساري ډول ټيټه شوې ده.
 
اوس خو د حکومت اقتصادي څانګې هڅه کوي چې دغه فابریکې بېرته فعالې کړي، څو له یوې خوا هېواد د خودکفايي پر لور ولاړ شي او له بلې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
 
https://avapress.com/vdcdzn0x5yt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته