کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فابریکو وده او د کورنیو تولیداتو د کچې لوړول د ځان بسیاینې یوازینۍ لار ده

17 میزان 1401 ساعت 15:02

د اسلامي امارت مسؤلین وايي، د فابریکو وده او د کورنیو تولیداتو د کچې لوړول موږ ته د ځان بسیاینې یوازینۍ لار ده


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې د هیواد له صنعتکارانو څخه د کورنیو تولیداتو د کچې د لوړولو غوښتنه کړې او له خلکو یې غوښتي چې له کورنیو سرچینو ګټه واخلي.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په هېواد کې له وروستي سياسي بدلون وروسته د ډېرو فابريکو خاوندانو خپل کارونه بند کړي او د کورنيو توليداتو کچه په بې ساري ډول ټيټه شوې ده.
 
اوس خو د حکومت اقتصادي څانګې هڅه کوي چې دغه فابریکې بېرته فعالې کړي، څو له یوې خوا هېواد د خودکفايي پر لور ولاړ شي او له بلې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
 


د مطلب کود: 259507

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259507/د-فابریکو-وده-او-کورنیو-تولیداتو-کچې-لوړول-ځان-بسیاینې-یوازینۍ-لار-ده

آوا
  https://www.avapress.com