افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس الله محمدی
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: په بلچراغ ولسوالۍ کې ۱۲۰ متره غالۍ جوړې او په میمنه کې نندارې ته وړاندې شوې.
د هغه په وينا، دغه غالۍ په څلورو مياشتو کې د ١٢ ښځو له خوا اوبدل شوې ده.
د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رئيس زياته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د بلچراغ ولسوالۍ ښځې ١٣٠، ١٤٠ او ١٥٠ متره غالۍ اوبدلې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال په ایران کې د قطر په امر ۱۰۵ متره غالۍ اوبدل شوې، چې د نړۍ تر ټولو لوی غالۍ بلل کېده، خو اوس په فاریاب کې د نړۍ د تر ټولو لویې غالۍ ریکارډ جوړ شوی دی.