افغان غږ خبری آژانس - د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس انصارالله انصاري نن دوشنبه د میزان ۱۱ مه،
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: پرون له یونان څخه د لرغونپوهانو یوه پنځه کسیزه ډله د څېړنې په موخه تخار ولایت ته ولاړه او د آي خانم په لرغونې سيمه کې يې څيړنې کړې دي
هغه زياته کړه، چې دغو يوناني لرغونپوهانو د اي خانم د لرغونې سيمې د ليدنې او د دغې لرغونې سيمې په اړه د علمي څېړنو په موخه دغه ولايت ته سفر کړى دى.
د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس په خپله په خپل دفتر کې د يوناني لرغونپوهانو له دغه ټيم سره وکتل او خبرې يې وکړې.
انصاري زياته کړه، چې يوناني لرغونپوهانو ته يې ډاډ ورکړى، چې د دغه ولايت له تاريخي سيمو څخه په ارامه ليدنه وکړي او خپلې علمي څېړنې ترسره کړي.