افغان غږ خبری آژانس: یوناما پرون (شنبه، میزان ۹) په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د پېښې ډېری قربانیان نجونې او ځوانې ښځې دي.
یوناما ویلي چې د ټولو قربانیانو نومونه باید مستند شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د دغه ترهګریز برید په اړه غبرګون ښودلی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د کابل په لویدیځ کې د کج پر ښوونیز مرکز برید غندلی او د دغه برید د عاملینو پر محاکمه یې ټینګار کړی دی.
امنیت شورا په یوه بیان کې دغه برید ترهګریز او وحشتناک بللی او په کلکه یې غندلی دی.
دغې شورا د دغو تروريستي بريدونو د عاملينو، تنظيموونکو، تمويلوونکو او ملاتړ کوونکو په ځواب ورکولو او د هغوى د محاکمې پر اړتيا ټينګار کړى دى.