دخپریدو نیټه :شنبه ۹ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 259228
په غونډو، جوماتونو او مکتبونو بریدونه د دښمن د ماتې نښه ده
د کابل په لوېدیځ کې د کاج په ښوونځې د تېرې جمعې په ورځ (میزان ٨) تر خونړۍ چاودنې وروسته په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي ویاند نعیم وردګ په یوه ټوېټ کې لیکلي: د سولې او امن دښمنان له ټولو خواوو ځپل شوي او اوس مجبور دی چې دوی خپل بریدونه په غونډو، جوماتونو او ښوونځیو کی متمرکز کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نعیم وردګ په دې ټوېټر کې زیاته کړې: اسلامي امارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې د دغه ډول وحشیانه بریدونو مخه ونیسي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.
 
د کابل په لوېديځ کې د کج په لېسه کې پرونۍ خونړۍ حمله چې لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله، له کورنيو او بهرنيو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
 
هغه غبرګونونه چې له کلونو راهیسې یوازې د غندنې تر حده څرګند شوي او د افغانستان د مظلومو خلکو په درد یې دوا نه ده کړې.
https://avapress.com/vdcdxn0xjyt0kx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته