افغان غږ خبری آژانس: د سعودي عربستان د دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد په حکومت کې د نویو بدلونونو په ترڅ کې د پاچا سلمان بل زوی شهزاده عبدالعزیز بن سلمان او د سعودي د انرژۍ وزیر هم شامل دي. شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود د بهرنیو چارو وزیر، محمد الجعدان د اقتصاد وزیر او د پانګونې وزیر خالد الفالح په خپلو دندو پاتې دي.
په دغه فرمان کې ویل شوي چې پاچا سلمان به د سعودي د وزیرانو د شورا د هغو غونډو د برخې مشري ته دوام ورکړي چې هغه پکې ګډون کوي.
د دغه فرمان له خپرېدو یوازې څو ساعته وروسته د سعودي دولتي تلویزیون هم وښودله چې پاچا سلمان د سه شنبې په ورځ د وزیرانو شورا د غونډې مشري کوي.
د سعودي عربستان پاچا ۸۶ کلن پاچا سلمان په تېرو دوو کلونو کې څو ځله په روغتون کې بستر شوی دی. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي عربستان د وتلي پاچا عبدالله او د هغه د ناسکه ورور له مړینې وروسته پر تخت کېناست.
۳۷ کلن محمد بن سلمان تر دې مخکې د سعودي عربستان د دفاع وزیر او د نړۍ د تېلو تر ټولو لوی صادروونکی او په سیمه کې د امریکا د متحدو ایالتونو اصلي متحد و.