افغان غږ خبری آژانس: د هند د سمندري ځواکونو یوه جګپوړي افسر اجیندرا بهادر سینګ د سه شنبې په ورځ (د میزان ۵ مه) وویل چې له افغانستان څخه د امریکا وتل یو ځل بیا په سیمه کې بې ثباتي رامنځ ته کوي او د وضعیت د ښه کیدو لپاره به یو څه وخت ونیسي.
دغه هندي چارواکي له افغانستان څخه د امریکا د وتلو یوه پایله په ځانګړي ډول د هند سمندر په سیمه کې د مخدره موادو د قاچاق زیاتوالی ګڼي.
هغه چې د لویدیځې هند د سمندري ځواکونو قومندان دی، ټینګار وکړ: "له افغانستان څخه د متحده ایالاتو له وتلو وروسته د مخدره موادو تجارت د حجم او اندازې له مخې زیات شوی دی. زیاتره مخدره مواد له افغانستان، پاکستان او ایران څخه راځي."
بهادرسنګ وویل، له دوه لسیزو وروسته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یو ځل بیا په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کړې ده.
د هغه په وینا، "ډیر وخت موږ حیران یو چې د (امریکایي ځواکونو) شل کلن حضور په سیمه کې کوم هیواد ته لاسته راوړنې درلودې."
هغه وویل چې د مخدره توکو قاچاق په سیمه کې نږدې ۵۰٪ برخه جوړوي، او هندي کښتۍ په منظمو عملیاتو کې د سلګونو میلیون ډالرو په ارزښت مخدره توکي ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هند پوليسو په دغه هېواد کې د نشه يي توکو د قاچاق تر ټولو ستره زېرمه ونيوله.