افغان غږ خبری آژانس: سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ د میزان په ۱ نیټه د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه لیک کې د امریکا د متحدینو له لست څخه د افغانستان د ایستلو اعلان وکړ.
د امریکا د ولسمشر جوبایډن په یادښت کې راغلي چې د وسلو د صادراتو د کنټرول له قانون سره سم د امریکا د لوی متحد په توګه د افغانستان نوم حذف شوی دی.
بایډن زیاته کړه: «د ولسمشر په توګه د متحده ایالاتو د اساسي قانون او قوانینو لخوا ما ته د ورکړل شوي واکونو تابع دي، په شمول د ۱۹۶۱ د بهرنیو مرستو قانون ۵۱۷ برخه، زه دا قانون د تعدیل په واسطه لغوه کوم (22 USC 2321k. )».
په دې یادداشت کې د بایډن لخوا د بهرنیو چارو وزارت ته امر شوی چې دا موضوع عامه کړي.
تر دې مخکې جوبایډن کانګرس ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې وه چې د افغانستان نوم دې د امریکا د غیر ناټو متحدینو له لیست څخه وایستل شي.