افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د میزان په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې ۱۱۹ میلیونه ډالره به د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لارې ورکړل شی.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې نور ۲۰۸ میلیونه ډالره به د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې د بشري مرستو د دفتر له لارې افغانستان ته ورکړل شي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه مرسته د سرپناه، روغتيايي خدمتونو، د داخلي بې ځايه شويو کسانو د بيا ميشت کولو، ساتنې، د حمل او ميندو د روغتيا، د ژوند ژغورنې، د مخنيوي خدمتونو او د جندر پر بنسټ تاوتريخوالي ته د ځواب ورکولو په برخو کې ورکول کېږي.
ویل کیږي چې په ګاونډیو هیوادونو کې له افغان کډوالو سره د روغتیا، تغذیې، د کرونا ویروس د معایناتو او واکسیناسیون په برخه کې مالي مرستې هم دوام لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره د دغه هېواد مرستې ۱،۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلې دي.
دغه وزارت ویلي، چې دوی د افغانستان خلکو ته ژمن دي او د نړیوالې ټولنې له نورو غړو یې هم وغوښتل، چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د مارچ د ۳۱مې نېټې ژمنو ته ژمن پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو اعلان وکړ چې د سویس د حکومت او د افغانستان د اقتصادي کارپوهانو په ګډون له خپلو نړیوالو همکارانو سره په همغږۍ به د افغانستان د مرکزي بانک د ۳.۵ میلیاردو ډالرو زیرمې په ساتلو او سمبالولو کې مرسته وکړي. د افغانستان په نوم د «افغانستان صندوق» په جنیوا کې جوړ شو.