دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۲
د مطلب کود : 258930
شمالي کوریا: موږ هیڅکله روسیې ته وسلې نه دي صادر کړي
د امریکايي چارواکو له ادعا وروسته چې په میلیونونو توپونه او توغندي له روسیې او له شمالي کوریا څخه پیرودل شوي، نن د دغه هېواد د دفاع وزارت دا ادعا رد کړه او هغه یې افواه وبلله او ویې ویل چې روسیې ته هېڅکله وسلې نه دي صادر شوې.
افغان غږ خبری آژانس: نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د شمالی کوریا د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۲) په یوه بیانیه کې امریکا په افواهاتو په خپرولو تورنه کړه او پر روسیې یې د پوځی وسلو پلورل رد کړل.
 
په دغه بیانیه کښې د شمالی کوریا د دفاع وزارت د تجهیزاتو د عمومی څانګې د مرستیال له قوله لیکل شوی دی:«موږ مخکې هیڅکله روسیې ته وسلې او مهمات نه دی صادر کړی او نه به یې د صادرولو کوم پلان ولرو. "موږ متحده ایالاتو ته اخطار ورکوو چې د بې پروایۍ بیانونه بند کړي."
 
د روانې میاشتې په پیل کې امریکايي چارواکو ادعا وکړه چې روسیې له شمالي کوریا څخه په میلیونونو توپونه او توغندي اخیستي دي.
 
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو پر بنسټ، له شمالي کوریا څخه د وسلو هر ډول پیرود منع دی.
 
https://avapress.net/vdcc14qix2bqpo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته