افغان غږ خبری آژانس: د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، نامعلومو کسانو په دغه ولایت کې د شپې له خوا ۳۰۰ د مڼو ونې پرې کړي دي.
ويل کيږي چې دغه پيښه نن دوشنبه د سنبلې په ٢١مه د پکتيکا ولايت د اومنې ولسوالۍ د ګانوي کلي په يوه باغ کې رامنځته شوې ده.
ځايي سرچينو ويلي، چې د مڼو پرې شوې ونې ټولې په يوه باغ کې وې او د اومنې ولسوالۍ د يوه اوسېدونکي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د مڼو د ونو په پرې کولو سره دغه بڼوال ته سلګونه زره افغانۍ زيان اوښتى دى.
تر اوسه معلومه نه ده چې د چا له خوا او د کومې موخې لپاره د مڼو ونې پرې شوې دي.
د دغه باغ خاوند د دغې پېښې د عاملينو د پېژندلو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې کیږي چې دا مهال په ټول هیواد کې د مڼو د باغونو د حاصلاتو فصل دی.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې هم په کابل ولايت کې د ونو د پرې کولو پېښې شوې وې، چې ويل کېږي د شخصي دښمنيو له امله رامنځته شوې وې.