افغان غږ خبری آژانس - کابل: بدری فر؛ په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت د رسنيو مسؤل د
افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې د ويزو ورکول اوس هم دوام لري.
د هغه په وينا، يوازې د امنيتي ګواښونو او د تروريستي ډلو له خوا د ځانمرګو بريدونو د احتمال له امله پرېکړه شوې، چې د سفارت دروازې ته څېرمه د خلکو د راغونډېدو مخه ونيسي او له دې لارې ويزې ترلاسه کړي او په خپله هم سفارت ته نه ځي. .
د سیاحتي شرکت مشر امیر محمد کریمي هم
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د ویزو په ورکولو کې کوم خنډ نه دی رامنځته شوی، خو د ایران سفارت تر اوسه زیارت کوونکو ته ویزې نه دي ورکړي.
د نورو زیارتونو او سیاحتي شرکتونو مسوولین هم وايي چې د ویزو د ورکړې لپاره د ایران د سفارت تړل یوه
افغان غږ خبری آژانسزه ده، خو په ورته وخت کې د اربعین زیارت کوونکي ته ویزې نه دي ورکړل شوي.
شونې ده چې د اربعین زیارت کوونکي ته د ویزو د نه ورکولو یو لامل د عراق د ویزو د ورکړې ستونزه وي. ځکه چې ایران وايي چې یوازې د کربلا زیارت کونکو ته د دوه ځله ننوتلو ویزې ورکولی شي که دوی دمخه د دریم هیواد ویزه ترلاسه کړې وي، خو عراق تر اوسه افغان اربعین حاجیانو ته د ویزو له ورکولو ډډه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د حسیني اربعین لپاره څه کم دوه اونۍ پاتې دي، خو د افغان زیارت کوونکو برخلیک لا هم معلوم نه دی.
د یادولو وړ ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په داسې حال کې سفارت ته نږدې د مسافرو او زیارت کوونکو د شتون او راغونډیدو مخه نیسي چې د داعش ترهګرې ډلې دوه ورځې وړاندې په کابل کې د بهرنیو هیوادونو سفارتونه د جاسوسۍ ډنډ بللي وو او ګواښ یې کړی وو چې پر هغوی بریدونه وکړي.
دغې ډلې تر دې مخکې په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته د ځانمرګي برید مسوولیت منلی و.