دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 258433
سویس پلان لري چې د چرمنی پولې ته نږدې خپل اټومي کثافات ښخ کړي
سویس اعلان کړی چې په پام کې لري جرمني ته نږدې د اټومي کثافاتو د ښخولو لپاره یو ځای وړاندیز کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د سویس د انرژۍ د فدرالي ادارې د معلوماتو له مخې، دغه هېواد د خپلې خاورې په شمال کې او له آلمان سره پولې ته څېرمه د ځمکې په ژورو کې د اتومي کثافاتو د خښولو لپاره د یوه ځای په توګه وړاندیز کوي.
 
د دغه وړاندیز شوي پلان پر بنسټ به د دغې پروژې د جوړولو کار په ۲۰۴۵ کال کې پیل شي.
 
د سویس حکومت او پارلمان لا تر اوسه د "د مصرف شوي اټومي تیلو او نورو راډیو اکټیو کثافاتو لپاره د ژور جیولوژیکي زیرمو" جوړولو پلان ندی تصویب کړی.
 
د سویس د فدرالي انرژی دفتر ویاندې ماریان زوئند وویل چې د "ملي راډیو اکټیو فاضله ضایع کولو کوپراتیف" شرکت د دې پروژې مسولیت په غاړه لري، چې د "لاګرین" په سیمه کې د حکومت او د اټومي بریښنا د فابریکو د چلونکو لخوا تاسیس او پالن شوی، د زیوریخ په شمال کې د آلمان سره پولې ته نږدې موقعیت لري چې د اټومي کثافاتو د تصفیې ځای په توګه وړاندیز کوي.
 
هغه زیاته کړه چې د وړاندیز شوي ځای د اعلان لپاره به د دوشنبې په ورځ یو مطبوعاتي کنفرانس جوړ شي.
 
ماریان زوئند ادامه ورکړه: "د دې بیان هدف یوازې دا اعلان کول دي چې چیرې دوی غواړي پروژه جوړه کړي." هغه ټینګار وکړ چې د سویس د انرژۍ فدرالي دفتر به دا بهیر وڅاري او همدارنګه یې وویل: اوس د "ملي راډیو اکټیو د کثافاتو د ضایع کولو کوپراتیف" باید ټول توضیحات مشخص کړي او د رسمي غوښتنې په بڼه چمتو کړي چې دوی به په نږدې دوو کلونو کې دوسیه جوړ کړي.
 
https://avapress.com/vdcaeanue49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته