دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 258393
د پاکستان له زندانونو څه باندې څلوېښت تنه بندیان خوشې شول
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د اعلامیې له مخې د دغه سفارت د هڅو په پایله کې شاوخوا څلویښت هغه اتباع چې رسمي اسناد یې نه درلودل او د پاکستان د کراچۍ ښار د پولیسو له خوا نیول شوي وو، خوشې شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پرون جمعه (سنبلي ۱۸) اعلان وکړ چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو شمېر بې اسناده اتباع چې بندیان وو، د سفارت د هڅو په پایله کې خوشې شوی دی.
 
خو د دغو مهاجرینو له ډلې څخه یو شمېر یې ویلي چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو شمېر مشرانو په هڅو خوشي شوي دي.
 
ویل کیږي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ تنه د پاکستان پوځي محکمې ته د ۱۰۰۰ کلدارو د ورکولو په بدل کې له زندانه خوشي شوي دي.
 
ټاکل شوې دغه خوشې شوي کډوال د شنبې په ورځ افغانستان ته واستول شي.
 
د کډوالو په چارو کي د کاپوهان د معلوماتو له مخې دا مهال په کراچي کې شاوخوا ۱۲۰۰ او۰۰ ۱۳ سوه افغانان په پیښور کي د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بندیان دي.
 
https://avapress.com/vdcf1cd0mw6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته