دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 258266
له ښارونو څخه سوالګرو راټولول پیل شو
د کابل ولایت امنیه قومانداني له ښارونو څخه د سوالګرو د راټولولو د پروګرام عملي پیل اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: خالد ځدراڼ؛ د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د ګمارل شوې کمېټې له لارښوونې سره سم په کابل ښار کې د سوالګرو ټولولو لړۍ پیل شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، هغه سوالګر چې پخوا هم د دې کمېټې له خوا بايوميټريک شوي، که بيا په ښار کې سوالګري پيل کړي، ونيول شي او زندان ته به واچول شي.
 
تر دې مخکې د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده یو فرمان صادر کړی و او له ښارونو څخه یې د سوالګرو د ټولولو امر کړی و.
 
د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې د حقیقي سوالګرو له راټولولو وروسته باید وپیژندل شي او بیا یې میاشتني معاشونه په پام کې ونیول شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې په تېره يوه کال کې بې وزلي او بېکارۍ د يوې ګولې ډوډۍ موندلو لپاره ډېرې کورنۍ سوالګرۍ ته اړې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcepv8wpjh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته