افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن دوشنبه (سنبلي ۱۴) د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې قلندر عباد؛ د عامې روغتیا وزیر له یوه تخنیکي ټیم سره یوځای د ایران اسلامي جمهوریت ته تللی او د دغه هېواد له بېلابېلو روغتیايي څانګو څخه یې لیدنه کړې ده.
په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د ایران د اسلامي جمهوریت له روغتیايي چارواکو سره د کتنې په ترڅ کې د ایران له روغتیايي جوړښتونو څخه په استفادې د ایران او افغانستان تر منځ پر همکاریو ټینګار کړی دی.
ډاکټر قلندر عباد د ظرفیت لوړول او د تعلیمي پروګرامونو پیاوړتیا یوه مهمه مسئله وبلله او په تخصصي او تکړه برخو کې یې د ایران د اسلامي جمهوریت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز د دواړو هېوادونو روغتيايي مسوولينو د تفاهم ليک پر بنسټ په بېلابېلو روغتيايي برخو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر ګډو همکاريو ټينګار وکړ.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت چارواکو اعلان کړى و، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دي.