افغان غږ خبری آژانس: یوه سیمه ایزه سرچینه وایی چې د دوشنبې په ورځ سهار وختی د سنبلې په ۱۴ مه د زلزلې په پایله کې د مالی زیانونو سربیره د کنړ ولایت اوسیدونکو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغې زلزلې شدت د ریکټر په کچه ۵.۳ ښودل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه شمېر د کونړ ولايت د نورګل ولسوالۍ په مزار دره او شلات سيمو کې د زلزلې له امله وژل شوى او ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، چې دغه احصايه لومړنۍ ده او ښايي په دغه ولايت کې د زلزله ځپلو په شمېر کې بدلون راشي.
د دې پېښې د مالي زيان په اړه کره شمېرې نشته، خو د ځايي سرچينو د راپورونو له مخې، د استوګنې لسګونه کورونه ويجاړ شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا د زلزلې مرکز د معلوماتو له مخې دا زلزله نن ماسپښین شاوخوا ۲:۲۷ بجې شوې او مرکز یې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په لس کیلومترۍ کې ژوروالی و.