افغان غږ خبری آژانس: د پکتیا ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلی چې په دغه ولایت کې د جلغوزیو د ټولولو پر سر د دوو کورنیو تر منځ په شخړه کې ۲ تنه وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوی دی.
ویل کیږي، چې دغه شخړه نن سهار شاوخوا ۶ بجې د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د دهن خوخ په کلي کې د سنبلې په ۱۲مه د دوو کورنیو ترمنځ رامنځ ته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
یوه اونۍ وړاندې هم په پکتیا ولایت کې د ځمکې پر سر د شخړې په پایله کې ۵ تنه وژل شوي او ټپیان شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په سوېل او ختيځو ولايتونو کې د اوبو او فصلونو پر سر کورنۍ او خپلمنځي شخړې تل د شخړو او جګړو او کله کله د خلکو د مرګ ژوبلې لامل شوې دي.