دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 257988
د ګالپ نظر پوښتنه: ۵۰ سلنه امریکایان فکر کوي چې د افغانستان جګړه ناسمه وه
د ګالپ انسټیټیوټ لخوا ترسره شوې وروستۍ نظرپوښتنه ښيي چې ۵۰ سلنه امریکايي وګړي د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته افغانستان ته د سرتېرو لېږل تېروتنه ګڼي.
افغان غږ خبری آژانس: د ګالپ انسټیټیوټ له خوا په دې وروستیو کې ترسره شوې سروې ښیی چې ۵۰ سلنه امریکایی اتباع د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته افغانستان ته د پوځیانو استول یوه تېروتنه ګڼی.
 
د دې نظرپوښتنې پر بنسټ، د جمهوري غوښتونکو په پرتله دیموکراتان ډیر احتمال لري چې په دې باور وي چې په افغانستان کې جګړه یوه تېروتنه وه. ډیموکراټان ۵۸ سلنه او جمهوري غوښتونکي ۳۷ سلنه مرکه کوونکي جوړوي.
 
د ګالپ د سروې له مخې د افغانستان جګړې په پای کې تر ۲۴۰۰ ډېر امریکايي پوځیان وژلي او د دغه هېواد تر ۲۰ زره ډېر سرتېري یې ټپیان کړي دي او دې جګړې د امریکا متحدو ایالتونو ته دوه تریلیون ډالره زیان اړولی دی.
https://avapress.com/vdcevf8wvjh8noi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته