افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه سفر موخه د بدخشان د عمومی بشری وضعیت څیړل دی.
پوتزل د دغه سفر په ترڅ کې له ځايي چارواکو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او یو شمېر خبریالانو سره وکتل.
بدخشان د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې له مرکز څخه لرې او لږ پرمختللی ولایت دی.
ملګري ملتونه په وار وار په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي او بشري حقونو وضعیت د اندېښني وړ شولي دي. خو د یوشمېر کارپوهانو په اند، د افغانستان لپاره د دې سترې نړیوالې ادارې کړنه تر ډېره په شعارونو او د اعلانونو په خپرولو محدوده شوې او په هېواد کې د کړکېچ د هواري لپاره یې لږ اغېزمن عملي کار کړی دی.