دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 257884
په بغلان کې د مرچکو د بیو لوړوالی او د محصولاتو کمښت
د بغلان د کرنې ریاست مسوولین سږ کال د مرچکو په حاصلاتو کې لس سلنه کموالی اعلانوي او وايي، په ورته وخت کې چې حاصلات کم شوي، د دغه محصول بیه دوه برابره شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان د کرنې ریاست د معلوماتی ټکنالوجۍ رئیس ولی امرخیل نن (چهارشنبه، سنبلې ۹) افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د تیر کال په پرتله د مرچکو په حاصلاتو کې لس سلنه کموالی راغلی دی.
 
د هغه په ​​وينا، له يوې خوا د مرچکو د حاصلاتو د کمښت لامل وچکالي او له بلې خوا تېر کال د مناسب مارکېټ نشتوالى او د دغو دوو ستونزو له امله کروندګرو سږ کال کم مرچک کرلي دي.
 
د بغلان د کرنې ریاست ویاند زیاته کړه چې سږ کال په بغلان کې ۷۰ جریبه ځمکه او تېر کال ۸۰ جریبه ځمکه د مرچکو تر کښت لاندې وه.
 
هغه زياته کړه، چې تېر کال په بازار کې د يوه هوږه بيه له ٣٠ تر ٤٥ افغانۍ وه، خو سږ کال يو هوږه له ٨٠ تر ١٠٠ افغانۍ پلوري.
 
امرخیل زیاته کړه؛ د مرچکوو د حاصلاتو د کمښت سره سره، بازارونه کافي مرچکو لري او په دې برخه کې د پام وړ کمښت نشته.
 
هغه وويل، د مرچکو د معياري کښت له اصولو او ميتودونو سره د کروندګرو پېژندګلوي او د تخنيکي مسوولينو له خوا پر وخت د کرنيزو خدمتونو وړاندې کول د بغلان په بازارونو کې د مرچکو کافي اندازه پيدا کړې ده.
 
په همدې حال کې دبغلان دکرنې رياست مسؤل نجيب الله مدقق وايي: مرچک د ويټامين Cاو K  درلودونکي دي او د اشتها دیرولو لپاره ښه سرچينه وبلله او ددغه ولايت له ښاريانو څخه يې وغوښتل چې په خپلو خوړو کې دې مرچک وخوري.
 
https://avapress.com/vdcjoae8xuqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته