افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ د ښار جوړونې او ځمکو رئیس عین الدین حمید د بلخ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: تر اوسه مو له دوه زره جریبه زیاته ځمکه له غاصبینو نیولي دي او دا د مرکزي چارواکو د لارښوونو پر بنسټ دي چي د یو منظم میکانیزم لاندې، ټولې غصب شوې ځمکې بیرته واخلو.
د هغه په وينا، دغه ځمکې په تېرو څو کلونو کې زورواکو د جعلي اسنادو په جوړولو سره غصب کړې دي.
د بلخ د ښار جوړونې او ځمکو رييس زياته کړه، چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته يې لارښوونه کړې، چې د ځمکو غاصبين وپېژني او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې وسپاري.
په همدې حال کې د مزارشريف ښار اوسېدونکي وايي چې غاصبينو غصب شوې ځمکې پر خلکو پلورلې، ښاريانو پرې استوګنځي جوړ کړي او خلکو ته يې د مالي زيانونو د اړولو لپاره بايد د دې ستونزې د حل معقوله لاره هواره کړي. د قانون سره سم وموندل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په بلخ ولايت کې په تېرو درېيو لسيزو کې له ۱۸۴ زره جريبه ډېره دولتي ځمکه د غاصبينو او زورواکو له خوا غصب شوې او پر هغه باندې يو سل څلور شخصي میني جوړ شوي دي.