افغان غږ خبری آژانس: په ملګرو ملتونو کې د هند استازه روچیرا کمبوج چې تېره شپه، دوشنبه (سنبله ۷) یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې باید کوټلي ګامونه پورته شي.
د هغي په وينا، په افغانستان کې د لږکيو پر مذهبي ځايونو د بريدونو لړۍ، په کابل کې د جون په ١٨مه د سيکانو په گرودواره د وروستي بريد او ورپسې د جولاى په ٢٧مه همدې ګوردواره ته څېرمه د يوې بلې چاودنې په ګډون، ډېر د اندېښنې وړ دي.
د هند استازه ټینګار وکړ چې د ترهګرو ډلو ترمنځ اړیکې چې نومونه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لیست کې دي، د افغانستان او سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ دی.
هغي وویل: هند باید دا یقیني کړي چې په افغانستان کې ترهګر شتون نه لري.
اغلې روچیرا کمبوج همداراز یادونه وکړه چې د هند حکومت د طبي وسایلو نوې کڅوړې کابل ته استولي دي.