دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 257835
په عراق کې تاوتریخوالی / په شنه سیمه کې د الصدر د ملاتړو راټولیدل
په عراق کښې له سیاسی فعالیتونو څخه د مقتدی له وتلو وروسته تاوتریخوالی زیات شو، د اعتراضونو څپې په تاوتریخوالی بدلې شوې او په دغو نښتو کښې کابو شل کسان وژل شوی او ۳۵۰ نور ژوبل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د عراقي طبي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ د عراق د پلازمېنې بغداد په شنه سیمه کې په نښتو کې ۲۰ تنه وژل شوي، چې یو شمېر یې امنیتي ځواکونه دي.
 
دغه راز ويل شوي دي چې په دغو نښتو کې د ټپيانو شمير ٣٥٠ تنو ته رسيدلى دى.
 
په عراق کې شخړې وروسته له هغې پیل شوې چې د الصدر د غورځنګ پلویانو د بغداد په شنه سیمه کې برید وکړ او د دغه غورځنګ د مشر مقتدا الصدر له استعفا وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل.
 
صدر دوشنبي په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې هغه سیاست ته د تل لپاره الوداع وايي.
 
په عین حال کې چې د مقتدا الصدر پلویانو په شنه سیمه برید وکړ او د امنیتي ځواکونو له غوښتنې سره سره حساسو حکومتي دفترونو ته ننوتل، د AFP د سخت محافظت شنه سیمه په دروازو کې د ډزو او نښتو راپور ورکړ، کوم چې حکومتي دفترونه، کورونه او بهرنیو هیوادونو سفارتونه دي.
 
په شنه سیمه کې د چاودنو او دولتي ماڼۍ ته څېرمه د راکټونو د لګېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
 
د العربیه خبریال هم په دې نښتو کې د دوو عراقي پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. په عین حال کې عراقي چینل سمریا نیوز راپور ورکړی چې د عراق د فدرالي پولیسو مشر احمد حاتم الاسدي د دوشنبې په ورځ په نښتو کې ټپي شوی دی.
 
دغې شبکې د یوې امنیتي سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی اخیستی ویلي چې اسدي له خپل یوه امنیتي کارکوونکي سره ټپي شوی دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د ډزو د منع حکم صادر کړ.
 
نوموړي د الصدر د غورځنګ له مشر مقتدا الصدر څخه هم وغوښتل چې له خپلو پلویانو وغواړي چې له دولتي ودانیو ووځي.
 
له ناکراریو وروسته د عراق لومړي وزیر کابینه تر بل خبرتیا پورې وځنډوله.
 
له بلې خوا د عراق په پارلمان کې د الصدر د تحريک د مستعفي شوې ډلې مشر حسن الظهري ويلي دي چې مقتدا الصدر اعلان کړی چې تر هغه به خوراکي اعتصاب وکړي تر څو چې تاوتريخوالی او د وسلو کارول بند نه شي. .
 
د الصدر دغه اعلان د تېرې جمعې په ورځ د پارلمان د منحلولو لپاره سترې محکمې ته د ۷۲ ساعتونو ضرب الاجل وروسته اعلان شو.
 
په همدې حال کې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د بغداد په شنه سیمه کې د نښتو په غبرګون کې اعلان وکړ چې هغه دا خبرونه په اندیښنو سره تعقیبوي او په عراق کې یې د آرام او زغم غوښتنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcfmed0tw6dtca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته