دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 257408
سېلاب د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې لسګونه کورونه نړولي دي
د لوګر ولایت اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولایت کې له سختو بارانونو وروسته په خوښۍ ولسوالۍ کې ویجاړوونکی سېلاب راغلی او لسګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر ولایت اوسېدونکو د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته د ټیلیفون له لارې تایید کړې چې په خوښۍ ولسوالۍ کې سیلابونه د شنبې په ورځ (د اسد ۲۹) د مازدیګر له ۵ بجو څخه د شپې تر ۱۲ بجو پورې روان وو او د خوښۍ ټوله دره یې ویجاړه کړې ده.
 
د لوګر ولایت اوسیدونکی شیرین شاه د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د تیرې ورځې سیلابونو په خوښۍ ولسوالۍ کې ډیر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
 
د شيرين شاه د څرګندونو پر بنسټ، که څه هم د مرګ ژوبلې کره شمېره معلومه نه ده، خو ښايي د تېرې ورځې د سېلابونو له امله لسګونه کسان مړه او سلګونه څاروي هم له منځه تللي وي. پر کرنیزو ځمکو سربېره لسګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي.
 
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې دکندهار ولايت پخواني استازي سيد احمد سيلاب چې په سيمه کې يې شتون درلود د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې په خوښۍ ولسوالۍ کې ٩٠ سلنه کورونه ويجاړ شوي او خلک عاجلو مرستو ته اړتيا لري.
 
د سيلاب په وينا، هغه اوسېدونکي چې خپل ژوند يې ژغورلى، دا مهال په غرونو او غونډيو کې پټ دي او دولت هم د مرستو په رسولو کې پاتې راغلى دى.
 
سېلاب وويل، چې تر اوسه ورته هېڅ ډول خوراکي او غير خوراکي مرسته نه ده رسېدلې او له ټولو کورنيو او بهرنيو بنسټونو يې وغوښتل، چې د لوګر له سېلاب ځپلو سره د مرستو رسولو ته لومړيتوب ورکړي.
 
خو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، چې په خوښۍ ولسوالۍ کې د هلیکوپټرو په وسیله د سېلاب قربانیان ژغورل شوي دي.
 
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مرستيال مولوي شرف الدين د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې په لوګر ولايت کې سېلابونو ډېر مالي زيانونه اړولي دي. خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه دقیق ارقام نشته.
 
د مولوي شرف الدين د څرګندونو پر بنسټ، تېره شپه تر ١٢ بجو پورې د خوښۍ ولسوالۍ د سېلابونو قربانيان د چارچبل له لارې خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.
 
هغه زياته کړه، د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس او د سروې ډلې په سيمه کې شتون لري او د سېلاب ځپلو د ژغورنې او مرستې په موخه کار کوي.
 
شرف الدین ټینګار وکړ چې وزارت هڅه کوي په لومړي پړاو کې د سېلاب ځپلو لپاره یو کمپ جوړ کړي او نن سهار سیمې ته کافي کالي او خوراکي توکي استول شوي دي.
 
ده دغه راز وويل چې د دغه وزارت کارکوونکي د لغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ او دغه راز د ننګرهار په بټي کوټ، چپرهار او مرکزي ولسواليو کې د سيلاب ځپلو په ژغورلو بريالي شوي او په دغو سيمو کې کوم زيان نه دى اوښتى.
 
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په تېره يوه اوونۍ کې د سېلابونو له امله شاوخوا ٩٠ کسان مړه او تر ٢٠٠ ډېر ټپيان شوي دي.
 
هغه ټینګار وکړ که څه هم اسلامي امارت ټولو سیلاب ځپلو سیمو ته لومړنۍ مرستې استولي دي. مګر په عموم کې، دا د دې توان نلري چې ټولې سیمې تر پوښښ لاندې راولي، او ملي او نړیوالې مرستندویه موسسې باید ژر تر ژره عمل وکړي.
 
https://avapress.com/vdcbgzb5wrhbsap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته