دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 257403
پاکستان له افغانستانه د ډبرو سکرو پر وارداتو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده
د پاکستاني سرچینو په وینا، په کراچۍ کې د ګمرکونو د ارزونې عمومي ریاست له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو ګمرکي تعرفه له ۸۳ ډالرو څخه ۱۴۰ ډالرو ته لوړه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ګمرکونو ریاست نن یکشنبه  (اسد ۳۰) وویل چې د ډبرو سکرو د ارزونې دغه سپارښتنې په کراچۍ کې د ګمرکونو د ارزونې د عمومي ریاست له خوا صادر شوي دي.
 
تر دې وړاندې د افغانستان د ډبرو سکرو پر هر متریک ټنه ګمرکي تعرفه ۸۳ ډالره وه.
 
په همدې حال کې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو یو شمېر واردونکو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستان د ګمرک ریاست ته مراجعه کړې او ویلي یې دي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ډبرو سکرو ارزښت خورا لوړ شوی، نو باید پر دغه محصول ګمرکي تعرفه هم لوړه شي.
 
دغه راز له دغه رياست څخه غوښتل شوي، چې د افغاني ډبرو سکرو په ګمرکي تعرفو کې د نوي بدلون لپاره په موقتي توګه د افغاني سکرو په ارزښت کې د بدلون تر راتلو پورې دوام ورکړي.
 
د افغانستان د ډبرو سکرو د هر متریک ټنه بیه ۲۸۰ ډالره ده.
 
پاکستان په داسې حال کې د افغانستان د ډبرو سکرو پر ګمرکي تعرفو د لوړولو اعلان کوي، چې هره ورځ د افغانستان د ډبرو سکرو په سلګونو لارۍ پاکستان ته ځي.
 
https://avapress.com/vdcgzu9xwak9nt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته