دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 257366
امریکا په افغانستان کې د شلو کلونو په شتون سره دا هیواد په کنډوالو بدل کړ
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې په پایله کې دغه هېواد په بربادۍ بدل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین په یوه خبری غونډه کې وویل: افغانستان د امریکا د یرغل یوه ژوندۍ بیلګه ده. پر افغانستان د امریکا د دوه لسیزو یرغل دغه هیواد په کنډوالو بدل کړ.
 
هغه زیاته کړه: دې جګړې په افغانستان کې د یوه نسل راتلونکی تباه کړ، د څه باندې ۳۰ زره ملکیانو په ګډون یې ۱۷۴ زره کسان ووژل او په میلیونونو خلک یې بې کوره کړل.
 
د هغه په ​​وينا، د دې جګړې اغېزې په ميليونونو افغانان له مرګ سره مخ کړي، شاوخوا درې ميليونه ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه منع شوي او ١٨،٩ ميليونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
 
د هغه په ​​وينا، امريکا بايد د دې ټولو مسووليت ومني.
 
هغه همدا راز زیاته کړه چې افغانستان د امریکا د دیموکراتیک بدلون د پروګرام د ناکامۍ ژوندی ثبوت دی. د افغانستان په دوه لسیزه جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو له دوه تریلیون ډالرو ډیر لګښت راغلی، څه باندې ۲۴۰۰ امریکايي پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۲۰ زره ډېر نور سرتېري ټپیان شوي دي.
 
وانګ ونبين په دې وروستيو کې وويل نړيواله ټولنه بايد ډېر هوښيار واوسي او په ګډه د ډيموکراسۍ تر نامه لاندې د ګډوډۍ په رامنځته کولو کې د امريکا د بې غورۍ مخه ونيسي.
 
بیجینګ تل په افغانستان کې د واشنګټن پر سیاستونو نیوکې کړي دي. خو په دې وروستیو کې د تایوان پر سر د چین او امریکا ترمنځ کړکېچ لا پسې زیات شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcepf8wpjh8nxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته