افغان غږ خبری آژانس - کابل: له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت مرستیال د دغې پروژې د پرانېستې پر مهال وویل: په نږدې راتلونکي کې به د پکتیکا په نورو ولسوالیو کې هم د زیانمنو شویو خلکو لپاره د ۱۰۰۰ دایمي کورونو د جوړولو چارې پیل شي.
باید وویل شي، چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې په وروستۍ خونړۍ زلزله کې تر زرو زیات کسان مړه، تر ۱۵۰۰ ډېر ټپیان او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.