کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره زر کورونه جوړیږي

29 اسد 1401 ساعت 10:51

د اسلامي امارت مسؤلین وايي، د پکتیکا ولایت د زلزله ځپلو لپاره په برمل ولسوالۍ کې د زرو هستوګنې کورونو د جوړولو چارې پیل شوې.


آوا - کابل: له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت مرستیال د دغې پروژې د پرانېستې پر مهال وویل: په نږدې راتلونکي کې به د پکتیکا په نورو ولسوالیو کې هم د زیانمنو شویو خلکو لپاره د ۱۰۰۰ دایمي کورونو د جوړولو چارې پیل شي.
 
باید وویل شي، چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې په وروستۍ خونړۍ زلزله کې تر زرو زیات کسان مړه، تر ۱۵۰۰ ډېر ټپیان او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
 


د مطلب کود: 257361

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257361/په-پکتیکا-کې-د-زلزله-ځپلو-کورنیو-لپاره-زر-کورونه-جوړیږي

آوا
  https://www.avapress.com