افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو په فیض آباد ښار کې د خلکو په ګډون په یو لړ مراسمو کې وویل چې امان الله خان د هېواد د خپلواکۍ اتل و، خو د شرعی نظام په پلی کولو کې پاتې راغلی. او دا د هغه د حکومت د سقوط لامل شو.
د کندز امنیه قومندانۍ هم د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۳ کلیزه ونمانځله.
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند عبیدالله عبیدي
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دغه مراسم د کندز امنیه قوماندان، علماوو، د دولتي ادارو مسوولینو او د کندز ښاریانو په حضور کې ترسره شول.
د دې مراسمو ويناوالو د افغانانو پر يووالي او پيوستون ټينګار وکړ او له خلکو يې وغوښتل چې د هېواد د دښمنانو د دسيسو پر وړاندې هوښيار اوسي.