افغان غږ خبری آژانس: کارپوهان خبرداری ورکوي چې دغه نوم د هغو حیواناتو لپاره خطرناکه کیدای شي چې له هغې څخه د دغې ناروغۍ نوم اخیستل شوی، خو په خپریدو کې یې کوچنی رول لوبوي.
په برازیل کې په دې وروستیو کې د دې ناروغۍ د اخته کیدو د ویره له امله د خلکو په بیزو باندې د حملې پیښې زیاتې شوي دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان ویاندې فادلا چایب خبریالانو ته وویل: «دا ډېره مهمه ده چې د مونکي پوکس لپاره نوی نوم پیدا کړو. ځکه چې دا یوازینۍ لاره ده چې په کې د توکم، یوې سیمې، یو هیواد یا حیوان سپکاوی نه کیږي."
د مونکی پوکس ویروس لومړی ځل په ۱۹۵۸ کې په ډنمارک کې د تحقیق لپاره ساتل شوي بندرونو کې وموندل شو. مګر دا ناروغي په یو شمیر نورو حیواناتو او ډیری وخت په موږکانو کې موندل کیږي.
په انسان کې د مونکي پوکس د ناروغۍ لومړۍ قضیه په ۱۷۹۰ کې د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې ثبت شوې وه.