افغان غږ خبری آژانس - کابل: ښاغلي وردګ د شنبې په ورځ (اسد ۲۲) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې دغه دیپلوماتان کابل ته رسیدلي دي.
په ورته وخت کې، اس جي شنکر؛ د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد له سفیر پرته د هند د ډیپلوماټانو یوه ډله افغانستان ته تللې او هند له افغان ټولنې سره د تاریخي اړیکو په پام کې نیولو سره د خپلو خلکو تر منځ د اړیکو د دوام لېوالتیا لري.
جې شنکر ویلي چې هندي ډیپلوماټانو د تیر کال په اګست میاشت کې د هغه وخت د وضعیت له امله په افغانستان کې سفارت پریښود. خو اوس یوه ډله ډیپلوماتان افغانستان ته راستانه شوي دي.
د هغه په وينا، افغان کارکوونکي په دندو ګومارل شوي اوس هم هلته دي او د هند له خوا معاش ورکول کېږي.
هغه وويل: " اوس د هندي ديپلوماتانو يوه ډله هلته تللې ده."
هندي ډیپلوماتان په داسې حال کې افغانستان ته ستنېږي چې په دې وروستیو کې مولوي امیرخان متقي؛ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې له هندي پلاوي سره په کتنه کې له هند څخه وغوښتل چې په کابل کې خپل دیپلوماتیک فعالیت بیا پیل کړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار کړی و چې هند باید خپلې بندې پروژې او ډیپلوماتیک حضور بیا پیل کړي او همدارنګه افغان اتباعو په ځانګړې توګه محصلینو او ناروغانو ته قونسلګري خدمات وړاندې کړي.