دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 257015
په پکتیکا ولایت کې له ۱۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د UMA موسسې د پکتیکا ولایت په سروزې ولسوالۍ کې له ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
افغان غږ خبری آژانس، د افغانستان لپاره د دغې موسېسې مسئول حضرت ولي وايي، پلان لري چې پکتيکا ولايت کې ۹۰۰۰ کورنيو ته خوراکي توکي وویشي او په خبره يې چې تر اوسه يې د دغه ولايت په بیلابیلو سیمو کې ۶۰۰۰ کورنيو ته خوراکي توکي ويشلي دي.
 
نوموړي د یادو مرستو د ویش پرمهال وویل، چې د مرستو هره بسته د ۱۳۰ امريکايي ډالرو په ارزښت ځانګړې شوې ده.
 
هغه وايي: «مونږ تر اوسه پکتيکا ولايت کې ۶۰۰۰ اړمنو کورنيو سره مرسته کړې، چې دغه مرستې په ارګون، ګيان، خوشامند او مټاخان کې شوي دي.
 
۳۰۰۰ تنه نور هم پلان شته، چې هغه به هم په نورو ولسواليو کې ورته وويشل شي.»
 
په همدې حال کې بيا د پکتيکا ولايت د سروضې ولسوالۍ يو اوسېدونکي نور ولي اطلاعات روز ته وويل، که څه هم دا ډول مرستې د خلکو يوه اندازه اقتصادي ستونزې حل کول شي او په وينا يې چې خلک د زلزلې او سيلابونو له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
 
ولي د دې سربېره غوښتنه کوي تر څو د پکتيکا ولايت بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.
 
نوموړی وايي: «مونږ له دې مرستو مننه کوو، خو که د دې پرځای زمونږ ځوانانو ته کاري زمينه برابره شي، نو شته اقتصادي ستونزې به د اوږد مهال لپاره هوارې شي.»
 
تېره ورځ په پکتيکا ولايت کې ډاکار موسېسې هم په ګيان ولسوالۍ کې له څه باندې ۳۰۰ کورنيو سره د صحي توکو مرسته کړې وه، خو په دې مرستو د خلکو نيوکې دا دي، چې يادې مرستې تر ډېره اړمنو ته نه ورکول کيږي او ويش يې د اړيکو پر اساس ترسره کېږي.
https://avapress.net/vdcfyed0tw6dtxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته