دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 256991
د بغلان په یو سراي کې اور لګېدنې لس دوکانونه سوځولي دي
د بغلان سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په سرای کې اور لګېدنې لس دوکانونه سوځولي او ډېر زیان یې اړولی دی.
افغان غږ خبری آژانس: دغه پیښه نن پنجشنبه (اسد ۲۰) د پلخمري ښار په مندویو کې شاوخوا ۱:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.
 
د دغې اورلګېدنې لامل تر اوسه څرګند نه دی. د دوکاندارانو په خبره، اور له دوو ساعتونو وروسته د اور وژنې ادارې له خوا ووژل شو.
 
يو شمېر هټيوال وايي، چې دې اورلګېدنې دوى ته ډېر زيانونه اړولي دي.
 
د هټيوالو په وينا، د هټيو دننه او شاوخوا يې مالونه ويجاړ شوي دي.
 
دا لومړی ځل نه دی چې د پلخمري ښار په دی سراي کې اور لګېدنه رامنځته کېږي. په تېرو کلونو کې په دې سیمه کې د اورلګېدنې له امله هټیوالو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
 
https://avapress.com/vdchw-niz23nmwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته