دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 256978
د سمنګان د پستې په حاصلاتو کې درې برابره زیاتوالی راغلی
د سمنګانو د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال د دغه ولایت د پستې حاصلات څه باندې ۲۱۰ ټنو ته رسېدلي چې د تېر کال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: حبیب الرحمن وقاص؛ د سمنګانو د کرنې او اوبو لګولو رئیس نن پنجشنبه د اسد په ۲۰مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: سږ کال د سمنګانو د پستې حاصلات څه باندې ۲۱۰ ټنو ته رسېدلي چې د تېر کال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.
 
هغه زياته کړه، چې تېر کال په دغه ولايت کې يوازې ٧٠ ټنه پستې توليد شوې وې.
 
د سمنګان د کرنې رئیس وايي، په دغه ولایت کې پر ۵۸ زره هکتاره ځمکه د پستې طبیعي ځنګلونه کرل شوي، چې پایلې یې د خلکو له خوا راټولې شوې دي.
 
هغه ټینګار وکړ، چې سږ کال د سمنګان پستې په ټاکلي وخت راټولې شوې او حکومت یې له وخت مخکې حاصلاتو مخه نیولې ده.
 
د سمنګانو د کرنې رييس وويل، چې د دغه ولايت پسته د کيفيت له پلوه د هېواد په کچه تر ټولو ښه پسته ده، چې د تخار له پستې وروسته دويم مقام لري.
 
نوموړي په هېواد کې دننه او بهر د سمنګانو د پستې د ښه بازار په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د سمنګانو پستې د سوداګرو له خوا له ٨٠٠ څخه تر ١٥٠٠ افغانيو پورې په يوه کيلو پلورل کېږي او په ګاونډيو او اروپايي هېوادونو کې پلورل کېږي.
 
د سمنګانو ولايت د پستې کروندې په مرکز او ولسواليو کې د فيروز نخجير، حضرت سلطان، خرم سارباغ او دره صوف په دره کې موقعيت لري.
 
https://avapress.com/vdccmeqi42bqpo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته