دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 256522
له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې نغدي مرستې له یو میلیارد ډالرو څخه زیاتې شوې
د هېواد مرکزي بانک وايي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو په دوام کې نن کابل ته ۴۰ میلیونه ډالره نور هم رسېدلي دي. په دې توګه به په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د دغو مرستو مجموعي اندازه ۱ میلیارد ۳۳ میلیونه ډالرو ته ورسیږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په دوام نن (د اسد ۱۱) کابل ته د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي بسته راورسیده.
 
د مرکزي بانک د خبرپاڼې له مخې، دغه اندازه پیسې په یوه سوداګریز بانک کې زیرمه شوي دي.
 
د دې ۴۰ میلیونو ډالرو په رارسیدو سره به پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو مجموعي اندازه له ۱ میلیارد ۳۳ میلیونو ډالرو څخه زیاته شي.
 
https://avapress.com/vdchi-nii23nmmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته