افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: محمد آصف وزیری؛ د بلخ د پولیسو ویاند
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د دوشنبې په ورځ د اسد په ۱۰ مه سهار ۳ بجې د مزارشریف ښار په څلورمه حوزه کې د داعش خوارج ځواکونو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوه چې نیم ساعت یې دوام وکړ.
هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې د داعش يو سرتېرى لومړى ټپي شوى او بيا نيول شوى او دوه تنه په تېښته بريالي شوي دي.
وزيري زياته کړه: جګړه وروسته له هغه پيل شوه چې د داعش يو وسله وال چې غوښتل يې د مزارشريف ښار په لسمه ناحيه کې د يوه ملاتړي کور ويجاړ کړي د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو او بيا په څلورمه ناحيه کې د هغوى مرکز کشف او په نښه شو.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې امنيتي ځواکونه په جدي توګه هڅه کوي چې تښتېدلي کسان ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
وزیري ویلي، چې د داعش وسله والو ترمنځ په نښته کې یو امنیتي سرتېری هم وژل شوی دی.
په همدې حال کې له تیرو څو ورځو راهیسې د محرم له پیل سره سم په مزارشریف ښار کې د ماتم مراسم روان دي او د اسلامي امارت ځواکونه د دې مراسمو د امنیت د تامین مسوولیت په غاړه لري.