ONS_MAIN_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_expired'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_modified'] = '1398-03-21 10:01:06'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_html'] = '1'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['func'] = 'Get_Special_Sections_Block'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 'dynamic_section'; ?>ONS_MAIN_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_expired'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_modified'] = '1398-03-21 10:01:06'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_html'] = '1'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['func'] = 'Get_Special_Sections_Block'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 'dynamic_section'; ?> په کندهار کې سیلابونو یوه ښځه او د هغې پنځه ماشومان وژلي دي | آوا
دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 256268
په کندهار کې سیلابونو یوه ښځه او د هغې پنځه ماشومان وژلي دي
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کندهار ولايت په ژړي ولسوالۍ کې د باران او سېلابونو له امله يوه مېرمن او د هغې پنځه ماشومان مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کندهار ولایت سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په شپه (اسد ۵) د ژړي ولسوالۍ په سنځري کلي کې د سختو بارانونو له امله د سیلابونه د یوه کور چت نړیدلی او یو تن یې وژلی دی.
 
د ژړي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي هم وويل چې د سېلاب له امله يو شمېر کسان ورک دي.
 
هغه زياته کړه، چې د سېلاب له امله د ژړي ولسوالۍ د ډېرو اوسېدونکو کورونه ويجاړ شوي دي.
 
د يادونې ده، چې تېره ورځ د کندهار ښار مرکز، د دغه ولايت د ژړۍ ولسوالۍ، شاوليکوټ، ميوند، ارغنداب او يو شمېر نورې سيمې د سختو اورښتونو او سېلابونو شاهد وو.
 
د کندهار له مرکز څخه هم د سېلاب له امله د یوې کورنۍ د څلورو غړو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
 
د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې له سختو بارانونو او سېلابونو وروسته د پراخو مالي زیانونو ترڅنګ خلکو ته ځاني زیانونه هم اوښتي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو څو ورځو کې د هېواد په پنځلسو ولايتونو کې د سختو بارانونو د ورېدو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdcepp8wvjh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته