افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د مولوي امیرخان موتګي په مشرۍ د دغې ډلې پلاوي په دې غونډه کې ګډون وکړ.
ټاکل شوې وه چې دا غونډه پرون او نن جوړه شي.
ویل شوي، چې په دې غونډه کې د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون لري.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د تاشکند د غونډې موخه د نړیوالې ټولنې د تګلارو په اړه د اقداماتو او وړاندیزونو نیول او په افغانستان کې د ثبات، امنیت او له جګړې وروسته بیارغونې ته وده ورکول دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متغی هم وايي، تمه ده چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر اقتصادي مسایلو هم خبرې وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د تاشکند په غونډه کې به د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی توماس ویسټ هم ګډون وکړي.
دغه وزارت ویلي، چې امریکايي پلاوی به له نړیوالې ټولنې سره یو ځای له افغان ولس سره د امریکا پر «نه ملاتړ» ټینګار وکړي او له اسلامي امارت به وغواړي، چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې په وړاندې خپل مسوولیتونه ادا کړي.