افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، په دې ناسته کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر بشردوستانه همکاریو ټینګار وشو.
همدارنګه په دې کتنه کې متقي د اروپايي ټولنې استازي ارنوت پاول ته ډاډ ورکړ چې د دوی حکومت به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان په دننه او بهر کې د بل هېواد امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د داعش له بیا واک ته رسېدو اندېښمن دي او لا هم له القاعدې سره د اسلامي امارت د اړیکو پرې کېدو ډاډه نه دي، خو چارواکي وايي اسلامي امارت له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره هر ډول اړیکې ردوي.