افغان غږ خبری آژانس، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر نن سه شنبه (سرطان ۲۱) خبر ورکړ، چې جاپان دغه مرستې د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې ځپلو ته ځانګړې کړې دي.
اوچا وويل، چې د جاپان دولت د سره صليب د نړيوال فدراسيون او د سرې مياشتې ټولنې په چوکاټ کې په خوست او پکتيکا کې له وروستيو زلزله ځپلو سره د روغتيايي خدمتونو، روغتيايي خدمتونو، سرپناه، اوبو او روغتيا ساتنې په برخو کې مرستې کوي.
د يادونې وړ ده، چې په خوست او پکتيکا ولايتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله شاوخوا زر تنه مړه او سلګونه نور ټپيان شوي دي.