افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اعلان له مخې، د لوي اختر په مناسبت په ټول هېواد کې شنبه، یکشنبه او دوشنبه عمومي رخصتي دي.
لوى اختر په داسې حال کې رانژدې کېږي، چې بېوزلي، وزګارتيا او همدارنګه د اومو او وچو مېوو د بيو لوړېدو د تېرو کلونو په پرتله د افغانانو د اختر کم رنګه کړي دي.