دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 255378
امنیتي ځواکونو په کابل کې د داعش ډلې پټنځای ویجاړ کړ
د افغانستان د اسلامي امارت یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو د کابل په خیرخانه سیمه کې د داعش وسله والو یو پټنځای ویجاړ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - د کابل ځايي اوسېدونکي وايي، چې تېره ورځ مازدیګر د خیرخانې په سیمه کې د شهید څلورلارې کې نسبتاً سخته جګړه وشوه او څو ساعته یې دوام وکړ.
 
یوې امنیتي سرچینې له رسنیو سره په خبرو کې د دغې نښتې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د خیرخانې په شهید څلورلارې په سیمه کې د داعش ډلې پر پټنځای عملیات کړي دي.
 
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د داعش یو شمېر غړي وژل شوي او یو شمېر نور نیول شوي دي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه ویلي، چې د کابل ښار اړوند د ۳۱۵ په سیمه کې د خوارجو پر پټنځای عملیات د ۲ تنو په وژل کیدو او د ۴ خوارجو په نیولو سره پای ته ورسیدل. په دې عملیاتو کې ځیني وسلی له منځه وړل شوی او یا هم ترلاسه شوی دی، دغو جنایتکارانو په کابل کې د ورانکارو اعمالو پلان درلود چې شنډ کړای شو.
 
د هېواد په پلازمېنه کې دا نښتې په داسې حال کې کېږي، چې اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې داعش ډله همغږي نه لري او د هېواد لپاره له ستونزو پرته بل ګواښ نه ګڼل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcfetd0cw6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته