افغان غږ خبری آژانس، د اوچا په وینا آلمان هم له افغانستان سره تر ۲۰۲۳ کال پورې د پنځه میلیونه یورو مرستې ژمنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر نن چهارشنبه (سرطان ۱۵) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې المان د افغانستان د بشري مرستو دوهم ستر مرستندوی هېواد دی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې ۱۵۲،۶ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
په افغانستان کې وچکالۍ او سیاسي تحولات په هېواد کې د فقر او بېکارۍ د پراخېدو لامل شوي دي.
د شمېرو له مخې د افغانستان تر نیمايي ډېر نفوس له لوږې سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.