افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: شمس الله محمدی؛ د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس
افغان غږ خبری آژانس ته وويل: د لوى اختر په مناسبت د اميرالمؤمنين د فرمان په اساس او د "افغانستان د اسلامي امارت" د سترې محکمې په لارښوونه د فارياب له مرکزي زندان او ولسواليو څخه څلويښت تنه نارينه او درې ښځې آزادې شوې دي.
د هغه په وينا، خوشي شوي کسان هغه کسان وو، چې د بند موده يې پوره شوې، جرمونه يې کم وو او يا هم شکایت کوونکي کسان له دعوا څخه لاس پر سر شوي وو.
محمدي وويل، چې د دغو کسانو تر خوشې کېدو مخکې د فارياب په مرکزي زندان کې ١١٤ نارينه، ٢٧ ښځې او ١٠ تر ١٨ کلونو کم عمره کسان او ٨٠ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور د فارياب د ١٧ ولسواليو په زندانونو کې بنديان وو.
په همدې حال کې د لوی اختر په مناسبت د «اسلامي امارت» حکومت د کندهار له زندان څخه د ۴۰۰ تنو په ګډون د یو شمېر ولایتونو بندیان خوشي کړي دي.
په ورته وخت کې چې «اسلامي امارت» واک تر لاسه کړ، د هېواد د ۳۴ ولایتونو له زندانونو ټول بندیان خوشي شول او دغه زندانونه د څه مودې لپاره خالي شول. خو د حکومت له جوړېدو سره یې بیا خپل فعالیتونه پیل کړل.
په خوشې شویو بندیانو کې د داعش سلګونه غړي هم وو. ويل کيږي چې دغه کسان له خوشي کيدو وروسته بيا په تروريستي فعاليتونو بوخت دي.