افغان غږ خبری آژانس - کابل: محمد یونس مومند؛ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړي مرستیال پرون دوشنبه (د سرطان ۱۳) د رسنیو د کمرو په مخ کې د دې موسسې مالي مرستې مولوي شرف الدین مسلم ته؛ د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال او له طبيعي پېښو سره د مبارزې د بېړنۍ کمېټې مشر ته وسپارل.
ښاغلي مومند وویل: د راټولو شویو ۳۰ میلیونو مرستو له جملي څخه څه باندې ۱۳ میلیونه یې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي له خوا راټول شوي او څه باندې لس میلیونه افغانۍ د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې له خوا مرسته شوې ده. .
هغه زیاته کړه: نن شاوخوا شل میلیونه افغانۍ د پېښو پر وړاندې د مبارزې کمېټې ته وسپارل شوې او په نږدې راتلونکي کې به لس میلیونه نورې هم دغې کمېټې ته وسپارل شي.
مولوي شرف الدین مسلم؛ له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت مرستيال وزير د مرستو راټولول يو ښه عمل وباله او ويې ويل: د وروستۍ زلزلې له زيانمنو سره مرسته کول د افغانانو په خوښۍ او غم کې د يووالي څرګندونه کوي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې دغه مرستې به په پوره امانتدارۍ سره مستحقو کسانو ته وسپارل شي.
باید وویل شي، چې ۱۲ ورځې وړاندې د ریښتر په کچه ۶،۱ درجې زلزلې د افغانستان او پاکستان ځینې سیمې ولړزولې، چې مرکز یې د افغانستان پکتیکا ولایت و.
د دغې زلزلې په پایله کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان شهیدان شوي، تر ۳۰۰۰ ډېر ټپیان شوي او د پکتیکا او خوست ولایتونو د اوسېدونکو ۱۷۰۰۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.