افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې له ټولو دولتي ادارو غوښتي چې د خپلو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په موخه خپل امتیازات د مالیې وزارت د خزاینو عمومي ریاست ته وسپاري.
خو وروسته له دې چې اسلامي امارت د افغانستان واک تر لاسه کړ، ګڼو دولتي مامورینو په خپل وخت د معاش نه ورکولو شکایت وکړ.